IQNA

  د تایلینډ د حلالو صادرات عایدات له ۸ میلیارډ ډالرو زیات شول

11:53 - November 17, 2025
د خبر لمبر: 3492021
 ایکنا -  د تایلینډ د حلالو صادراتو عایدات  له ۸ میلیارد ډالرو څخه لوړ شوي، خو سره له دې، دغه هېواد ددغه صنعت د پراختیا لپاره  لا هم لازیات  ظرفیت لري.

 

  ایکنانیوز د nationthailand په حواله راپور ر اکړی،د تایلینډ د حلالو صادراتو ارزښت تېر کال ۸.۸۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلی؛ خو دا اندازه لا هم یوازې د حلال نړیوال بازار ۱.۶ سلنه  برخه جوړوي.

په یوه سیمینار کې چې د «تایلینډ نوې لیدلوری»  په عنونان سره د نومبر په ۱۲ ترسره شوی، د تایلینډ اقتصادي لاره  څېړل شوې ده.د سیمینار اصلي تمرکز حلال صنعت و، چې د تایلینډ د راتلونکي اقتصاد محرک ګڼل کېږي.

د دغه هېواد د صنعتي اقتصاد دفتر (OIE) عمومي مدیر، سوپاکیت بونسیري، په خپلې وینا کې  تایلینډ نوی لیدلوری: نړیوال حلال اقتصاد» نومې سمینار کې وویل، د OIE   ۲۰۲۳ مطالعې ښودلې چې حلال صنعت نور یوازې په خوړو پورې محدود نه دی، بلکې یو ډېر پراخ پلیټ فارم دی   لکه:

درمل‌جوړول، د ښکلا او سینګار توکي، کیمیاوي مواد،کالي،طبي وسایل،بوټي او تخمونه،بشپړ ونکي توکي  ،د څارویو خوراک، بسته‌بندي، او دغه راز ټوریزم او  ترانسپورټ پکې شامل دي .

سره له دې ستر نړیوال بازار، د تایلنډ اوسنی صادراتي ارزښت د نړیوال حلال بازار له ۵۴۶ میلیارده ډالرو څخه. ، ۸.۸۵ میلیارده ډالر، یوازې ۱.۶٪  جوړوي دا ښئي چې د ودې پراخ فرصت موجود دی.

سوپاکیت زیاته کړه: په اوسني وخت کې د تایلینډ اصلي صادرات د خوراکي موادو دي چې د ټولو حلالو صادراتو ۶۷٪ (یعنې کابو  ۶ میلیارده ډالر) جوړوي، او له هغې وروسته کیمیاوي مواد دي چې ۲۰٪ (۱.۷۵ میلیارد ډالر) جوړوي.

د نړۍ په پنځو  لویو  صادروونکو  هېوادونو کې ، چین،امریکا،هند،جرمني او برازیل شامل دي ،او تر ټولو ستر واردوونکي ئې د اسلامي ملګرتیا موسیسې  (OIC) غړي هېوادونه دي.

ترکیه د ۱۸٪ (شاوخوا ۴۵ میلیارده ډالر) وارداتو سره په مخکښ مقام کې ده، او سعودي عربستان، انډونیشیا، متحده عربي امارات او ملایشیا د تایلینډ لپاره د لوړ ظرفیت لرونکي مهم بازارونه دي.

هغه په پای کې وویل؛ حلال صنعت د تایلینډ نوي اقتصادي کړکئ ده، چې د دغه هېواد د خوړو، ګرځندوي یا ټوریزم  او روغتیائي خدماتو له ځواک څخه ګټه اخلي.

https://iqna.ir/fa/news/4317031

captcha